کلام بادشاہ سید عباس جان سید
حرام مه خورہ نن د وخت بیا به آرمان کےحقیقت د ھر کار گورہ خپله زیان کے
پہ زور خپله ته ځان خه بولے احمق یےد دوزخ عذاب به ځان باندے تاوان کے
د علی پہ لاس نیکی بدی تلل شیځان به خوار کڑے څه عمل تول په میزان کے
د میزان په لاس نیکی بدی نن تول کڑہپه صبا ورځے به ځان لرہ تول گران کے
آئمہ چے ھر څه ویلی دی برحق دیپه خام عقل کے ته کذب د ایمان کے
بد گمان په پیغمبر شوے ملعون یےپه خپل لاس د ځان تیار کڑه په نیران کے
څه په سترگے د بانڑہ کوگ شی فریاد کےپه دوزخ کے به بیا څرنگے گزران کے
په دغه عمل امید کڑے د خوبانوفکر وکڑه چیرے نه آزار خوبان کے
که لالی مے د زبان نه وی زه څه کڑمکڑه به یے هر احوال بیان په دا بیان کے
نوشتن نه کا قلم څوکه یے شوه پڅهسیاهی وچه شوه د فکر قلمدان کے
په کاغذ باندے خط نه معلومیگیکه سر ننه کڑم د فکر په گریوان کے
د دی خط دیدن ھرگز نه شی په سترگوحق حیران سید عباس دے په دا شان کے
حوالہ کتاب: کلام د سید عباس (مصنف، سید حسین انوری)
Post a Comment