Deewan e Qambar PDF Book - دیوان قنبر

د قنبر علی خان د قلمی دیوان دغه نسخه ماته د سید جعفر حسین شاه صاحب ریښتونی د اُسترزۍ پایان تحصیل کوهاټ نه په لاس راغله- دا قلمی نسخه د یوے بلے قلمی نسخے نه په ۱۰ رمضان المبارک ۱۳۵۴ کښې لطیف حسین نقل کړے ده- خط یې ډیر خراب دے او د لوستلو قابل نه دے- غلطۍ پکښې دومره چې حد یې نشته- هم دغه وجه ده چې اکثر ځایونو کښې خوئے ما د خپل وس او توفیق مطابق تصیح وکړه-  کوم کوم ځائے چې ما تصیح مناسب ګڼلے ده- هلته مې د قلمی نسخے اصل هم په هاشیه کښلے دے- هغه مې د نسخے د اصل مطابق پریښے دے-

Deewan e Qambar PDF Book - دیوان قنبر

نوٹ: ڈاونلوڈ کے آئیکن پر کلک کریں گے تو 15 سیکنڈ کے ٹائمر کا انتظار کیجئے، ٹائمر ختم ہوتے ہی آپ خود بخود پی ڈی ایف فائل پے پہنچ جائیں گے!
دیوان قنبر PDF

دا نسخه مکمله نه ده- په ۲۳ جنوری ۱۹۶۰ چې زه د ښاغلی نصر الله خان نصر (مرحوم) په معیت د قنبر علی خان د ژوند د حالاتو معلومولو سلسله کښې کوهاټ ته لاړم نو هلته په مختلفو کلو کښې د قنبر علی خان کلام زما تر نظره تیر شو- دغه کلام کښې د قنبر علی خان داسے غزلے وے، چې په دے دیوان کښې نشته- ما د هغه عزلونو د را نقل کولو ډیر کوشش وکړو ولے چا سره چې دا کلام وو هغو ماته د نقل کولو اجازت رانکړو بلکه ښاغلی سید جعفر حسین شاه صاحب ووئیل، چې نقل خوئے له څه کوے! دا خلک د شاعرانو کلام چاته ښائی هم نه-

په کمال به ورسم د خدائے په حکم
چې مرید زه په یقین د کامل پیر یم
کامل پیر دے انور شاه صاحب باور کړه
زه قنبر علی ئے ځکه دامن ګیر یم
په دوه کَونو آزاده قنبر علی دے
چې بندی د شاه د مینے په ځنځیر یم


  • نوم کتاب:  دیوانِ قنبر علی خان
  • ترتیب کونکے:  همیش خلیل
  • وړومبے ځل:  جنوری ۱۹۶۰ء
  • دویم ځل:  نومبر ۱۹۷۲ء
  • کتابت:  عبدالقاسم

 مزید کاملین کا کلام اس لنک سے حاصل کریں

اس تحریر پر اپنی رائے کا اظہار کریں

Previous Post Next Post