Mustafa da ilam shehar ALi baab de - Janab Qambar Ali khan

Mustafa da ilam shehar ALi baab de - Janab Qambar Ali khan

کلام جناب قنبرعلی خان بزرگوار


​​مصطفٰیؐ دَ علم شہر علیؑ باب دے
دغه باب دے ​​چې مفتح الابواب دے

په ابجد کے یے پنځه باب دولس ابواب دی
که دَ علم حاصل شوے په حساب دے

دَ سالک قرب که حاصل شی له حجابه
دَ معبود په ذات قریب دَ نور حجاب دے

معرفت دَ حجاب لویه وسیله ده
له ارشادہ دَ کامل دغه جواب دے

په ابجد دولس جواب څوارلس حجاب دی
اشارت له دے کلامه دَ احباب د ے

پنځه دولس څوارلس واڑہ نُور و سِر دی
چې دغه علم عالم اولوالالباب دے

دَ اولوالالباب عدد په ابجد واخلے
مساوی دَ علیؑ اِسم په کتاب دے

په ظاھر علیؑ ابنِ ابی طالبؑ دے
په باطن اول آخر چې بُوتراب دے

منصفان که دَ انصاف تله په لاس که
دَ قنبرؔعلی ہر بیت دُرِخوش آب دے

حوالہ کتاب: دیوانِ قنبر
alert-success کلام کو دوسروں کیساتھ لازمی شیئر کیا کریں

اس تحریر پر اپنی رائے کا اظہار کریں

Previous Post Next Post