چا څه څخلے د ساقی د لاسه جام دے
د قدرت په کارخانو کے یے مقام دے
خلقو ڈک جامونه نوش کڑو د شرابو
ما غریب په لاس کے تش نیولے جام دے
څه د غیرو مُریدی کڑه هغه نور وُو
مرید هر چیرته مرید د الف لام دے
عاشقی تمام جهان نا پرده وکڑه
غوڑولے یے په مخ د زلفو دام دے
بے تهمته برخے چا نه دی موندلی
منصور وکسه په عالمو کے بدنام دے
پاڅه نیت ورپسے تڑه قنبر علی خانه
پاکے وروځی یے محراب خال د امام دے
Post a Comment