کلام جناب قنبرعلیخان بزرگوار
چے ھر چا د شھادت افسر پسر کڑه
ھغو سر د داد له سرہ سر په سر کڑه
ھغه سر چے د سردار و سرداری کا
سردارانو ھغه سر قبول په سر کڑه
چے د راز لڑے زینت کاندی له سرہ
خدائے ھغه سر سرفراز له ھر یو سر کڑه
چے په سر یے د تمام عالم نجات دے
په رضا یے د خدائے ځکه خپل سر ورکڑه
چے د خدائے دپارہ سربازی په دار شی
سر بازی یے سردارانو کے سرور کڑه
سر دفتر د اسلام سر د ایمان وہ
چے هغه مِیر څه پیغمبر لوڑ په مقر کڑه
د ھغه د فخر سر تر عرشه ورشی
چے ساقی ورته عطا جام د کوثر کڑه
سرا سر تمام غزل مدح د شاہ دہ
درست کتاب مے ڈک په مشک و په عنبر کڑه
چے په ھر در یے د عقل نظر وکڑه
خوخ قنبرؔ علی د خدائے د علم در کڑه
چے په زڑہ کے یے د مدحے نُور جلوہ کا
د قنبرؔ علی زڑہ نُور مخ د انورؔ کڑه
حوالہ کتاب: دیوانِ قنبر
alert-success اس کلام کو دوستوں کیساتھ لازمی شیئر کریں
Post a Comment