Malangi PDF Book - ملنگی

ملنګی د عشق یو شاخ دے، د جذب او وجد یوه نمونه دے- د  درویشانو بندګی دے چې جداګانه طرز لری- د  درویشانو  د  عشق کیفیت ته ملنګی وئیلے شی- Malangi PDF Book - ملنگی

ڈاؤنلوڈ کے آئیکن پر کلک کریں گے تو 15 سیکنڈ کے ٹائمر کا انتظار کیجئے، ٹائمر ختم ہوتے ہی آپ خود بخود پی ڈی ایف فائل پے پہنچ جائیں گے!

ملنگی PDF


ملنګی هومره عمر لری چې څومره  د  بنی نوع انسان عمر دے- کله چې الله تبارک و تعالی  د  حضرت آدم علیه السلام جسد تشکیل کولو نو دغه قیمتی جوهر سره ئے آراسته کړو- دا  د  انسان په ټولو خوبیانو او احساساتو باندے غالب دے- ملنګی یعنی  د  درویشانو عشق  د  انسان په بدن کښې مهر سترګے حیثیت لری- انسانی جسم اضداد نه جوړ دے- کله چې آب و تاب سره په ځلیدو شی نو بدن کښې مخالف خوبیانے شیطانی تصورات او احساسات اوسوزوی- ارشادِ خداوندی دے:

زه یوه پټه خزانه وم مینے نه ډک خواهش سره مے اوغوښت چې اوپیژندلے شم نو مخلوق مې پیدا کړو-


د  ملنګی خاندان درے افراد دی- وصل، هجر او حُسن- دغه افرادو یو بل سره  د  خبرو ذریعه ساز دے- ماته دا علم نشته چې په وصل کښې ډیر خواند او مزه دے یا په هجر کښې- مشاهده دا ښائی، چې وصل کښې ادب وی، د  خدمت جذبه کار فرما وی او پتنګ په شان ځان سوزیدل وی- هجران کښې اوښکے بهیدل او ساړه آهونه وی- دنیا او مافیها نه بے خبر په صحراوانو  د  دلبر په تلاش ګرځی نعرے سورے وهی-

عشق سره ژوندون قائم و دائم دے- مهر سترګه چې نباتات، جمادات، حیوانات او انسان سره  د  شعلو په ذریعه وصل او هجر مظاهره اوکړی نو په دوئ کښې نمو، اوچتوالے او کمالات پیدا شی- ونے بوټی  د  خاورو او اوبو سره وصل او  د  هجر په وجه پرورش مومی- کهاری دریاب سره چې مهرسترګه وصل او هجر عمل اوکړی- بخارات پیدا شی، هوا کښې اوچت شی، اوره (وریځ) جوړ شی او بیا  د  باران په شکل کښې  د  خدائے رحمت ثابت شی- د  مختلفو اجناسو چهل پهل سبب اوګرځی- د  پیداوښت جوهر یوه بدن نه هجر اختیار کړی او  د  بل بدن یو خاص مقام کښې وصل پیدا کړی نو مخلوق وجود کښې راشی-

خو دا خبره  د  نه هیریدو دے او پکار دے چې زهن نشینه شی- اهلِ معرفت په مسلک کښې  د  عشق فرزندانو پیداوښت جدا طرز دے- د  یو صاحبِ عرفان لطیفه اشاره دے:

فرزندان  د  عشق له شوقه پیدا کېږی
د  مریم په شان جدا لری اوضاع


alert-info کاملین کا کلام اس لنک سے حاصل کریں

اس تحریر پر اپنی رائے کا اظہار کریں

Previous Post Next Post