
بادشاہ میرانور سید کلام
صافه راسته لار دے هم په دا د څی هر واڑهڅه له عبث نور ژاڑے هائے هائے کڑه خپل ځان ژاڑه
څه سُود به حاصل کڑے که بادشاه د کُل جهان شےکار د آخرت کڑه څه خلاصه د وی غاڑه
څه شول هغه خلق څه یے کبر و د ماغ کڑهسخت یے زنکدن وه غڑ غڑے یے کڑے ولاڑه
اوس یے په سینو سوی داغونه په زڑه یووُوځائے یے تورے خاورے کرمو و خوڑو هر واڑه
تاخت د فلک گوره په گردش کے یے گذار دےشان یے د آسیا دے دانه کله پریگدی لواڑه
کُل مخلوق به نیست شی د خدائے حکم پریختیا دےگرد به آسمانونه کا دا غرونه زمکے واڑه
هسے کوشش حق دے چے فائده رسی هر چاتهزڑونو په ساتل شی په جنت مانڑے واڑه
مه آزاره وه زڑونه د چا نه وی آزار کڑےدا دولت حاصل کڑه په فانی دنیا مه ویاڑه
سخ د هغه مرد دے چے طلب یے د خپل دوست ویفکر یے د یار وی دنیا ترکه کا اجاڑه
مست دے له ابده د ساقی پیاله یے نوش کڑهسترگے یے خمار دی هسے نه څه دی لتاڑه
بس کڑه میرانوره د دولت ځواب به څو کڑےفهم وکڑه په دم خپل هر ساعت موجودی غواڑه
حوالہ کتاب: صحیفہ انوریہ (مصنف سید حسین انوری)
کلام کلہ الله کلہ علی کلہ حسین شے پہ نام - سید میران بابا
alert-successاس کلام کو دوستوں کیساتھ لازمی شیئر کریں
Post a Comment