کلام شاہ سید میران بزرگوار!!
دلبره جار د شم تمام په وینو شولے رنگینته وے له ذات د کبریا وایه په څه شوے مسکین
هاله د ځائے وه مصطفیٰ د جبرائیل په ولیواوس د سر چیخله قربانی تا کربلا په زمین
یا بے وفا وه ذوالجناح ته یے قتل گاه کے پریخلےیا تا په خپل اختیار رخصت که ذوالجناح خالی زین
خپله عاشق وے تهمتی د کڑه اُمت د نبیدا به اسرار وه له پاک ذاته یے امامِ مبین
یا خو د خواخ وه سُور لباس د دلبری یے د خیالیا خو د یاد وه گنهگار اُمت د شاهِ یٰسین
د تا د زڑه وینے پکار دی مدام زڑونه کنےفرق د ونکڑه په ژاڑه د کڑو دیندار و بے دین
په ذات کریم یے بے پروا خاطر د دواڑو کوےگورے یک رنگ هیڅ فرق د نه کوے د تور و د سپین
کلام صامت ته یے ناطق بیا نه وے د کلامهر دوه راغلی دی له عرشه محکم حبلُ المتین
زه یم قالب ته مه یے روح بے روحه څه دے صورتنه د خوردن نه گرفتن کوے بے لاسه آستین
کُل شهیدان دی کواکب ته یے هلال د واڑوڅه په شب نه وی نُور هلال شعاع د نه کا پروین
څه چا دے کڑے ڈیر ستم په کربلا کے لتاد خدائے لعنت شه په هغو هم په جمله ظالمین
ته یے عطار د دواڑو کَونو عطر تا نه غواڑمیوه قطره راکه کم به نشی زه به شم عنبرین
کله الله کله علی کله حسین شے په نامکله ځان بند کے په زندان کے شے رنځورعابدین
زه شاه سید میران د سوال لتا کوم یا سرِ خداڅه زه دعا کڑم ته اخلاصه د زڑه وکا آمین
مشکل الفاظ معنی
شاهِ یٰسین: د رسول الله لقبحبلُ المتین: مظبوتہ رسیصامت: خاموشناطق: ویونےعطار: خوشبو پرشانؤنکےخوردن: ملاویدل گرفتن: نیوللآستین: لاستونڑےکواکب: ستوریپروین: د ستوریو مجمہ عنبرین: نہایت خوشبودار
مشکل الفاظ معنی
شاهِ یٰسین: د رسول الله لقب
حبلُ المتین: مظبوتہ رسی
صامت: خاموش
ناطق: ویونے
عطار: خوشبو پرشانؤنکے
خوردن: ملاویدل
گرفتن: نیولل
آستین: لاستونڑے
کواکب: ستوری
پروین: د ستوریو مجمہ
عنبرین: نہایت خوشبودار
حوالہ کتاب (ضیافتِ نُور)
alert-successاس کلام کو دوستوں کیساتھ لازمی شیئر کریں
Post a Comment