کلام سید میرانور شاہ اعلیٰ الله مقامہ!!
نورانی وه عجب مخ راته عیان شهچے له نوره یے روشن زمکه آسمان شه
زندگی مے د ضمیر شوله حاصلهدا وجود زما وجود د خپل جانان شه
تاب د چا دے د لیدلو چے یے گوریپه دا باب شاهد مشهود تمام جهان شه
معرفت پیاله یے راکڑه چے دا نوش کهځکه شغل تلاوت مے د قرآن شه
له هغه مخَ تمام عالم روشن دےلکه شمس د یقین په ملک تابان شه
په عینُ الیقین پَرتو د هغه مخ دےپه معنی ژوندون د ځان جانِ جانان شه
په حیاتِ ابدی به سرفراز شیوهر چا ته چے دغه نور نمایان شی
لکه نور چے په زڑه راشی وجود نور کاچے سلطان په چا نظر وکا سلطان شه
چے یے هر زمان په زڑه واردات کیگیانور شاه منظور په صاحبِ زمان شهحوالہ کتاب: صحیفہ انوریہ (مصنف سید حسین انوری)
alert-successاس کلام کو دوستوں کیساتھ لازمی شیئر کریں
نورانی وه عجب مخ راته عیان شه
چے له نوره یے روشن زمکه آسمان شه
زندگی مے د ضمیر شوله حاصله
دا وجود زما وجود د خپل جانان شه
تاب د چا دے د لیدلو چے یے گوری
په دا باب شاهد مشهود تمام جهان شه
معرفت پیاله یے راکڑه چے دا نوش که
ځکه شغل تلاوت مے د قرآن شه
له هغه مخَ تمام عالم روشن دے
لکه شمس د یقین په ملک تابان شه
په عینُ الیقین پَرتو د هغه مخ دے
په معنی ژوندون د ځان جانِ جانان شه
په حیاتِ ابدی به سرفراز شی
وهر چا ته چے دغه نور نمایان شی
لکه نور چے په زڑه راشی وجود نور کا
چے سلطان په چا نظر وکا سلطان شه
چے یے هر زمان په زڑه واردات کیگی
انور شاه منظور په صاحبِ زمان شه
حوالہ کتاب: صحیفہ انوریہ (مصنف سید حسین انوری)
alert-successاس کلام کو دوستوں کیساتھ لازمی شیئر کریں
Post a Comment