د کامل پیروی حق تا وسیله دے
لگیدلی نُور و سِر دا سلسله دے
که حبل المتین څوک ونسی په لاس کے
خدائے خبر څه دا مظبوطه سرشته دے
څه نبی صاحب رحلت له دی دنیا کڑہ
شل اتم میاشت د صفرے چهار شنبه دے
وصیت یے وهر چا تا په زبان کڑه
په حدیث کے یے وئیلی دا قصه دے
چے عالم کے دوہ څیزان جلیل القدر
پس له ما چے دا د تاسے رابطه دے
یو قرآن بل اهلِبیت رهبر د دین دی
د هر دو په مینځ د حق لار پیوسته دے
هغه څوک چے اختلاف په لارے درُومی
په دوزخ کے عذاب نارِ حطمه دے
په دنیا و په عقبیٰ به رُو سیاه وی
له حسرته یے زخمی چاوده سینه وی
دانایان ظاهر احوال په سترگو وینی
کم دلیل په ورّکے لارے څی ابله دے
چے ثابت څوک په صراط المستقیم څی
په جنت کے یے نصیب د نُور خیمه دے
د نجات برات دوستی د اهلِبیت کڑه
چے بهبود د ځان ورستے خاتمه دے
له دوزخه ویرہ مه کڑه میرانوره
شفاعت حکم په لاس د فاطمه دے
کلام شمس العارفین سید میرانور شاہ اعلی الله مقامہ
حوالہ: صحیفہ انوریہ، صفحہ 206
صحیفہ انوریہ PDF ڈاون لوڈ کریں! alert-success
Jazak Allah, boht khoob intekhab hai
ReplyDeleteجَزَاكَ ٱللَّٰهُ خَيْرًا
ReplyDeletePost a Comment