کلام جناب میر سید عباس جان سید!!
یم په خپل فکر همیش په زڑه زهیر ڈیرله دی کار مے کڑے هر دم خہ د ځان په ویر ڈیر
څه قضا و قدر حکم پرِ تعین شیهیڅ علاج به چا نه شی په تدبیر ڈیر
بے له غمه په دنیا کے خادی نیشتاکه هر څو تدبیر کوے په دا کثیر ڈیر
هیڅ علاج د دغے چارے لیده نه شیکه هر څو په دا کوشش کوے خبیر ڈیر
که د زڑه په فکر اوگورے اے ورورهانقلاب له دنیا کا عالمِ بهیر ڈیر
نصیحت که د ناصح واورے ثواب دےله خپل عینو وَراوه اوخیو شوگیر ڈیر
زراعت به د واصل د تن حاصل شیصفائی به د ضمیر کڑے دا اکسیر ڈیر
تسلی د خپل ځان وکڑه که عاقل یےذکر فکر په هر دم کڑه د کبیر ڈیر
ذکر فکر سره یو شی هاله نافخ شیپه دا قول د حضرت شتا دے تقریر ڈیر
مَن بکىٰ واتبکیٰ حدیث تا گورهپه معنىٰ دغه حدیث دے وشبیر ڈیر
د بشیر په بشارت مبارکباد دےعلماء یے رنگا رنگ کوی تفسیر ڈیر
لا تَخَفْ وَلا تَحْزَنْ وته نظر کڑهکل ذنوب به ورته عفو کا قدیر ڈیر
زه سیّد عباس که هر څو تباه کار یمدامنگیر یم په خپل زڑه کے د شبیر۴ ڈیر
مشکل الفاظو معنیمَن بکىٰ واتبکیٰ: څوک چې (د امام حسین۴) په غم وژاڑیدو یائی بل څوک وژاړولولا تَخَفْ وَلا تَحْزَنْ: ونه ڈار شے او خفا نه شےذنوب: د ذنب جمع دے، گناھانے
حوالہ کتاب: کلام د سید عباسalert-successاس کلام کو دوستوں کیساتھ لازمی شیئر کریں
یم په خپل فکر همیش په زڑه زهیر ڈیر
له دی کار مے کڑے هر دم خہ د ځان په ویر ڈیر
څه قضا و قدر حکم پرِ تعین شی
هیڅ علاج به چا نه شی په تدبیر ڈیر
بے له غمه په دنیا کے خادی نیشتا
که هر څو تدبیر کوے په دا کثیر ڈیر
هیڅ علاج د دغے چارے لیده نه شی
که هر څو په دا کوشش کوے خبیر ڈیر
که د زڑه په فکر اوگورے اے وروره
انقلاب له دنیا کا عالمِ بهیر ڈیر
نصیحت که د ناصح واورے ثواب دے
له خپل عینو وَراوه اوخیو شوگیر ڈیر
زراعت به د واصل د تن حاصل شی
صفائی به د ضمیر کڑے دا اکسیر ڈیر
تسلی د خپل ځان وکڑه که عاقل یے
ذکر فکر په هر دم کڑه د کبیر ڈیر
ذکر فکر سره یو شی هاله نافخ شی
په دا قول د حضرت شتا دے تقریر ڈیر
مَن بکىٰ واتبکیٰ حدیث تا گوره
په معنىٰ دغه حدیث دے وشبیر ڈیر
د بشیر په بشارت مبارکباد دے
علماء یے رنگا رنگ کوی تفسیر ڈیر
لا تَخَفْ وَلا تَحْزَنْ وته نظر کڑه
کل ذنوب به ورته عفو کا قدیر ڈیر
زه سیّد عباس که هر څو تباه کار یم
دامنگیر یم په خپل زڑه کے د شبیر۴ ڈیر
مشکل الفاظو معنی
مَن بکىٰ واتبکیٰ: څوک چې (د امام حسین۴) په غم وژاڑیدو یائی بل څوک وژاړولو
لا تَخَفْ وَلا تَحْزَنْ: ونه ڈار شے او خفا نه شے
ذنوب: د ذنب جمع دے، گناھانے
حوالہ کتاب: کلام د سید عباس
Post a Comment