Raba ma lara goya pa da sanaa - Qambar Ali khan bazargawar

Raba ma lara goya pa da sanaa - Qambar Ali khan bazargawar

قنبر علیخان بزرگوار کلام!!

ربَ ما لره گویا په دا ثنا
څه مے هر نفَس وی ذکر ربّنا

هزار بار شُکرگزار ستا په درگاه یم
څه گویا ژبه دے راکڑه غوگ شِنوا

په سپیگمو د معرفت خوشبوئی اَخلم
دواڑه سترگے په قدرت سره بینا

بیا د زڑه زما روشن کڑه له توحیدَ
را معلوم د کڑه پاک دین د مصطفیٰ۴

مصطفیٰ۴ څه بهترین د کُل عالم دے
سر دفتر دے د جمله و اَنبیاء

هم خاتم دے د جمله پیغمبرانو
څه له رویه یے پیدا ارض و سماء

که مُنکر په دا کلام اعتبار نه کا
د لولاک حدیث راغلے دے په چا

که یے نعت په هزار زبان هر دم کڑم
د رسول د نعت نیشتا انتها

پس له نعتَ د حضرت هسے واجب دے
څه کڑم مدح د علیُ المرتضیٰ۴

شیرِ حق اسرارِ حق مولا علی۴ دے
څه راغلے پرِ آیات د اِنَّماَ

نُور و سِر دے په کعبے کے ظاهر شوے
په باطن دے د هر چا مُشکل کُشا

د موسیٰ۴ هارون۴ علی۴ د پاک رسول دے
د حضرت صاحب اَخی زوج د زهرٱ

خاص مظهر د اَئمه اثنا عشر دے
د قنبر علی په دؤو کونو پیشوا

کلامِ قنبر (ترتیب و تشریح سید حسین انوری)
alert-successاس کلام کو دوستوں کیساتھ لازمی شیئر کریں

اس تحریر پر اپنی رائے کا اظہار کریں

Previous Post Next Post