Laka khalis sharab khaist kawi la jama sara - kalam e qambar


Laka khalis sharab khaist kawi la jama sara - kalam e qambar

کلامِ قنبر علی خان - (د شاه صفت)

لکه خالص شراب خائست کوی له جامَ سره
هسے د یار شونڈے لذت کا له دشنامَ سره

د طریقت وضو مے وکڑه د صورت په وینو
د معرفت رکوع سجُود کاوم قیامَ سره

ما د نسیم په خُله پیغام کاوه د یار په لورے
زڑه مے له شوقه ووَت ولاڑ شه له پیغامَ سره

که څوک د زڑه حقیقت غواڑی څه په خُله یے وائی
کله د خاص خلوت خبرے شی له عامَ سره

زه په اول آخر پیدا د محبت له رنگَ
لکه آغاز چې پیدا شوے له انجامَ سره

ما له کامل تلقین واخسته د عشق په درس کے
دا نور عالم په دود مے څه له ننگ و نامَ سره

قنبر علی د شاه صفت کوی د زڑه په مینے
ځکه ساده کاغذ رنگین شه له کلامَ سره

کلامِ قنبر (ترتیب و تشریح سید حسین انوری)
alert-successاس کلام کو دوستوں کیساتھ لازمی شیئر کریں

اس تحریر پر اپنی رائے کا اظہار کریں

Previous Post Next Post