کلامِ قنبر علی خان
حقیقی کعبه د زڑه درته موجُودهپه طلب که قدم واخلے له وجُوده
ڈیر اطاعت د عزازیل څه پکار نه شهڅه یے عار کڑے وہ صفی تا له سجُوده
د گمان له تیارے اُواته یقین تاپه خلیل اور گلستان شه له نمرُوده
څو کامل رهبر د عشق په لاره نه کڑےخود بخود به نه راسیگے تر مقصُوده
سامِعان که د سماع په مجلس گڈ کاد نغمے خوشی به مُومی له داُوده
د گمان له اورو تشه تاریکی دےد رحمت باران به څه اوَری له دودَه
په خالی نیت به و یار تا نه راسیگےڅو څه نه کڑے د صورت سٹه نابُوده
د باقی آشنا طلب کڑه نن د وخت دےو فانی آشنائی څو ورځِ معدُوده
د مولا علی دوستی د ځان بِهبود دےکه مومن یے خبردار شه له بِهبُوده
د دنیا سُود به نقصان گنڑے قنبرہکه خبر شے ته د معرفت له سُوده
حوالہ کتاب: کلامِ قنبر - مصنف، سید حسین انوری (مرحوم)
Post a Comment