کلام جناب قنبر علی خان بزرگوار!!
څه خبر د ما په رنځ نه یے طبیبَد مرض علاج به څه کوے غریبَ
د دیدن رنځور محتاج د طبیب نه دےڅو مژده د وصل نه وی له حبیبَ
څه د گل په څانگہ ناست آه و فریاد کڑےدا مانڑے د له خزان دے عندلیبَ
چرے نه په ناز اوده یاران بیدار شیڈنڈوره د مرگ په ورو کوه نقیبَ
که د یار د خط و خال حرف پکے نه ویپه منبر خطبه ونه لویلے خطیبَ
د هر چا تا خپل نصیب قسمت رسیگیخراب زڑه مے دیدن غواڑی بے نصیبَ
اے قنبر علی! تیار انتظار اوسهد مهدی بادشاهی راغله عنقریبَ
څه خبر د ما په رنځ نه یے طبیبَ
د مرض علاج به څه کوے غریبَ
د دیدن رنځور محتاج د طبیب نه دے
څو مژده د وصل نه وی له حبیبَ
څه د گل په څانگہ ناست آه و فریاد کڑے
دا مانڑے د له خزان دے عندلیبَ
چرے نه په ناز اوده یاران بیدار شی
ڈنڈوره د مرگ په ورو کوه نقیبَ
که د یار د خط و خال حرف پکے نه وی
په منبر خطبه ونه لویلے خطیبَ
د هر چا تا خپل نصیب قسمت رسیگی
خراب زڑه مے دیدن غواڑی بے نصیبَ
اے قنبر علی! تیار انتظار اوسه
د مهدی بادشاهی راغله عنقریبَ
کلامِ قنبر (ترتیب و تشریح: سید حسین انوری)
Post a Comment