La adama tar khatama dagha bood shta - syed abbas jan syed kalam

La adama tar khatama dagha bood shta - syed abbas jan syed kalam

 کلام جناب میر سید عباس جان سید!!

له آدمه تر خاتمه دغه بُود شتا
په وجُود د هر آدم دغه موجُود شتا

له خفی ذکر ضمیر صفائی اخلی
منفعت په دغه ذکر ڈیر یے سُود شتا

د دلبر له محبته مونده کیگی
له غریب امام رضا نا دا مقصُود شتا

گهی لام گهی الف شی فهم وکڑه
له احده مقدر غه په سجُود شتا

د شیطان له وسوسو نا امان غواڑم
له اوَله تر آخِره دغه دُود شتا

شروشور په جهان گڈ شو ڈیر حېران یم
څه به اُووایم چې دا ملعُون مردُود شتا

په مجلس د عارفانو مونده کیگی
له تلقین د کاملانو ڈیر بهبُود شتا

د مکے شرف په څه دے څه پوھیگے
په صدف کے یے علی ولی موجُود شتا

له آدمه تر خاتمه په هر عصر
په دوستانو د هر ځائے د دی ورُود شتا

انبیاء و اولیاء کل له دنیا لاڑه
د سید عباس آغا نه ڈیر بهبُود شتا

حوالہ کتاب: کلام د سید عباس (مصنف، سید حسین انوری)
alert-successاس کلام کو دوستوں کیساتھ لازمی شیئر کریں

اس تحریر پر اپنی رائے کا اظہار کریں

Previous Post Next Post