کلام جناب میر سید عباس جان سید میاں!!
څه یے ذِکر په قراَن كُنْ فَيَكُون شتابل څه ذکر په قراَن د کاف و نُون شتا
په دا نُون کے هر څه نقش د قدرت شیخدائے دِ نه کاندی چې فعل یے زبُون شتا
چې رقیب عنيد پيدا دے ستا دپارهشاهدان دی په عُقبىٰ عمل موزُون شتا
چې موزُون شی کُل عمل د بندگانود بنده پناه هغه ځائے مُخلِصُون شتا
یو ساعت گوره نيستی واڑه هستی دےڈیر عٙالم د دی نيستی له غم مخزُون شتا
لا اِلهٰ گوره نيستی ځان تا اُووایهاِلا الله ذکر اثباتِ مقرُون شتا
د هستی نيستی په کار ځان خبردار کڑهد خدائے مرگ نيشتا همېش گوره ژوندُون شتا
د سید عباس پناه مولا په تا دےمحبت مے ستا په زڑه دننه درُون شتا
محزُون: ملال، خفا
مقرُون: نیژدے شوے، قریب شوے
حوالہ کتاب: کلام د سید عباس (مصنف، سید حسین انوری)
Post a Comment