شاہ سید میران بزرگوار کلام
نُور و سِر په هر انسان کے دے علی۴
د هر چا په سود و زیان کے دے علی
هر صورت دے محمد۴ که چوک پوهیگی
امرِ روح هر چا په ځان کے دے علی
شاه د دؤو کونو مظهرُ العجائب دے
څه ناظر په هر آسمان کے دے علی
هیڅ زره د دی له ذاته خالی نه دے
څه نامه یے شمسِ تابان کے دے علی
هم بادشاه د چهل دنیا د شهرو دا دے
هم په عرش په لامکان کے دے علی
کُل ملَک همه د دی فرمانبردار دی
هر ملَک ته په فرمان کے دے علی
له الف خکاره نامه د مرتضیٰ دے
دائے لطیف په ذات سِر جان کے دے علی
ویشاونے دے د رزق هر اشیا تا
په معنیٰ اسمِ رحمان کے دے علی
دواڑه کونه یے قبض کڑی په دؤو گوَتو
ورانه اونے یو زمان کے دے علی
ناطق کُل واڑه تسبیح د شاه اَوراد کا
مداح گو یے هر زبان کے دے علی
کُل صامت د دی صفت په خفی وایئ
پٹ حاضر هر چا په کان کے دے علی
محمد علی الله سره یو ذات دے
په اول آخر یو شان کے دے علی
په باطن صورت د هر چا مد د گار دے
په ظاهر مومن ایمان کے دے علی
عین و لام د 'ی" له نقشه که خبر شے
بینائی په هر چشمان کے دے علی
شاه د کُنهه له ذات هیچوک خبر نه دی
شاه سید میرانه تل په توان کے دے علی
سود و زیان: نفع و نقصان
ناظر: لیدُونکے، نگران
تابان: ځلیدُونکے
لطیف: نه لیدُونکے شے
کُنهه: د حقیقت انتها
حوالہ کتاب (ضیافتِ نُور)
Post a Comment