Shah syed Mirana jara sa na kaway - Sarnamy

Shah syed Mirana jara sa na kaway - Sarnamy

جناب شاہ سید میران کلام سرنامے

مجلسِ مودتِ عزاداری امام حسین علیہ السلام

شاه سید میرانه ژاڑه څه نه کوے
نور به خاطر د حسین۴ په څه کوے
یا خو د سترگو حیا شوه تیره
یا خو په نایه زڑگی کم ننگ شوے

شاه سید میرانه حیا د لاڑه
نن د سرے وینے له زڑه نه غواڑه
که تا له سترگو وینے روانے شی
پاکے یے نه کے له خپل چشمانو

شاه سید میرانه زڑه د پارے که
څه څو د توان وی هومره نارے که
خپله مائنه په زار زار ژاڑه
جڑاب د اوخیو په مخ قطار وکه

شاه سید میرانه زنڑکے د وینے که
پاره پاره یے حسین۴ په مینے که
ماتم په اوخیو د سترگے سپینے که
جروزه مه له اوخیو سودا نه

شاه سید میرانه زڑه کے صنم ساتے
ځکه چشمان د له عشقه نم ساتے
مدد د اوخیو ژبه قلم ساتے
دلبر ته نویسه په نیاز عرضونه

شاه سید میرانه فریاد آهونه که
توئے د له سترگو اوخیو سیندونه که
شرمیگه مه په فریاد رنځوریے
فریاد شفا دے د بیمارانو

څه څو ژامدے وم هومره به ژاڑم
د مظلومانو دیدان به غواڑم
زه شاه سید میران به هله قرار شم
که چیرے کوچ له محنت آباد کم

نه د چشمان په ژاڑه ڑانده کُو
نه د تورکسی پسے اُوبه کُو
نه د دوستانو سینے پارے شوے
شاه سید میرانه د شهیدانو ذاکر په څه یے
 
شاه سید میرانه د غم سودا کوه
فکر په زڑه کے بیگه صبا کوه
ماتم د اوخیو حساب به نه وکے
څه غرق په بحر د بے پایان یم

شاه سید میرانه فکر همدا که
حضور په زڑه کے سیدالشهداء که
څه څو د توان وی هومره ژاڑه که
ڈیر په گناهو لخلے بار یم

شاه سید میرانه شادی به څه کوے
دنیا فانی دے فانی به څه کوے
همدا بهتر دے په دواڑو کَونو
څه سوداگر د اوخیو سودا یے

د شاه سید میران به څه قرار وی
څه یے نایه زڑه داغدار وی
روغ به شی کله دا داغونه
څه یو داغ په بل کیگی

شاه سید میرانه ځان سائل گر که
د خپل آشنا په لوری سفر که
چیرته آشنا وی وطن مه غه دے
پرادے وطن به بے آشنا څه کے

شاه سید میرانه له دی ماتم
باران د اوخیو اوَره هر دم
گریوان که لُوند د فراق له یم
د حسین۴ غم په واڑو ویشلے دے

زه شاه سید میران د له تا نه سوال کؤم
سوال د له تا نه د خپل وصال کؤم
که تا وصال په ژاڑه مونده شی
زه عاشق تا د مخ پتنگ یم

شاه سید میران ذکر د خپل دلبر کوی
مطلب یے څه دے څه بل هُنر کوی
فاطر سما یے زیب د جنت یے
ته را مدد شے د حسین۴ مورے

شاه سید میران د اوخیو منصب
غواڑی حسین۴ نا په ڈیر ادب
دریغ به وَنه کی څه څو یے توان وی
د شهیدانو ژاڑه تر تل شی

شاه سید میرانه د غم نشتر
وَلګوا د زنڑکی په سر
وینے که توئے څه دُرِ گوهر شی
بیا به یے میزان په تلے تله کم

شاه سید میرانه زڑه د چُور که د حسین۴ په ماتم
همیشه اوَره د حسرت اوخیے له دیده پُرنم
فکر غواص د لاهو که په دی دریاب کے د غم
ورکے مرجان دُر و گوهر خکُلی ابدار وگوره

حوالہ کتاب (ضیافتِ نُور)

اس تحریر پر اپنی رائے کا اظہار کریں

Previous Post Next Post