Ka khabar she da Qambar Ali la hala - kalam e qambar

Ka khabar she da Qambar Ali la hala - kalam e qambar

جناب قنبر علی خان بزرگوار کلام!!

څه د زڑه په خاص خلوت مے دلبر بیا موند
په یقین مے د دؤو کونو مظهر بیا موند

څه پرتو یے د جمال راباندے وشو
په معدن مے د زڑه گنج و گوهر بیا موند

چې یے اصل په زمین سر په سماء دے
د هغه شجر له شاخ مے ثمر بیا موند

چې نسيم یے د گیسو و شميم راوڑه
د عطار په شان مے زڑه معطر بیا موند

څه د حُسن په تخت ناست دے سلطنت کا
پرستار مے ورته شمس و قمر بیا موند

چې یے هيڅ اشیاء خالی له اثر نه دی
د یار مخ مے د هر شی له اثر بیا موند

توکل د شاه په مهر لوئے دولت دے
په لخکر مے د نفس ځکه ظفر بیا موند

که دا نور عالم په سيم و زر نازیگی
ما په عشق کے د ژڑا سيم و زر بیا موند

په همت مے د زڑه وصل د یار غواڑی
ما د مينے له دولت بال و پر بیا موند

څه عالم یے د یوه ديدن محتاج دے
هغه ناز پرور په زڑه کے قنبر بیا موند

که خبر شے د قنبر علی له حاله
کل مقصود یے په خدمت د انور بیا موند

حوالہ کتاب کلامِ قنبر (ترتیب و تشریح سید حسین انوری)
alert-success اس کلام کو دوستوں کیساتھ لازمی شیئر کریں

اس تحریر پر اپنی رائے کا اظہار کریں

Previous Post Next Post