Da jabeen noor da shua kawi har lor ta - badshah Anwar syed kalam

Da jabeen noor da shua kawi har lor ta - badshah Anwar syed kalam

بادشاہ میرانور شاہ سید کلام!!

د جبين نُور د شعاع کوی هر لور تا
عرش کرسی شمس و قمر ستوری شُو پور تا

آدم بار د امانت واخست په ولی
حیرانیگم د خاکی صورت و زور تا

څوک له بارِ آمانته خبر نه شی
هغه فرقه به اکثر درُومی دوزخ اور تا

آرزو مے د لقا د ستا ديدار دے
له نقابه مخ خکاره کڑه ما غمخور تا

دواڑه کسی مے د سترگو گوره سپين شوو
مرحبا راځه زما د سترگو تور تا

په ظاهر باطن ابرارو سره مل یے
تولد په وخت ځواب عیسیٰ کڑه مور تا

د یوسف له قدره ورونڑه څه خبر وُو
نفسانی وُو نفس  په خوئے شا کڑه ورور تا

فتحه کسره د قرآن ڑانده نه گوری
شد و مد قاعده به څو خايم و کُور تا

نازنين یاران په سترگو ليده نه شی
د مهرویو قافله لاڑه و گور تا

دهجران په لنبو سوے لوغڑن يم
 لکه شين خاشاک څوک واچوی تنور تا

رقيبان مے ملامت په غشیو ولی
صبر سِپر نسم په لاس ځکه پيغور تا

ذکرفکر ته تسبيح تهليل اوراد کڑه
پروا مه کڑه د سگانو شر و شور تا

که غزل د ميرانور رنگین وگورے
بے له دی غزل به نه گورے بل لور تا

حوالہ کتاب: صحیفہ انوریہ (مصنف سید حسین انوری)

alert-successاس کلام کو دوستوں کیساتھ لازمی شیئر کریں 

1 Comments

  1. السلام عليكم، سلام کے بعد عرض ہے کہ مولا مشکل کشا آپ لوگوں کو اجرِعظیم دے دیں اس کارِ خیر کیلئے. لیکن میرا ایک ریکویسٹ ھے اگر ھسکے یہ جو کلامیں ھیں انکو pdf فارم میں آپلوڈ کرو website پے تکہ ھم انکو آسانی کیساتھ download کرکے مطلہ کرسکے....
    وسلام

    ReplyDelete

Post a Comment

Previous Post Next Post