بادشاہ میرانور سید میاں کلام!!
بے رهبره چې څوک مڑ شه بے خبر لاڑپه جهان یے سودا نه وکڑه ابتر لاڑ
د کامل له لاس هر چا کڑه پیاله نوشهسِر له نُوره نا آگاه شه بختور لاڑ
بخيلانو چين جبين ورُوځی یے غُوٹهله هيچا یے صلح نه شوه مرَور لاڑ
د قارون گنج په اُووَمے زمکے غرق شهپه چهارم فلک عيسىٰ وخوت برتر لاڑ
حاجيان کا د مکے په طواف فخرزڑه طواف ورڅخه حاصل نه شوه مُضطر لاڑ
طالبان د دنیا سپی جيفه یے دوستله دوستی د دنیا ځکه په سقر لاڑ
هفت اقليم عالم یے لاندے وو په حکمخالی لاس له دی دنیا نا سکندر لاڑ
د باطن مقام چې چاتا حاصل نه شوهپه خودی یے د خپل ځان شه بے هُنر لاڑ
بد شومت به هرگز خلاص نه شی له بُغضهپه مثال د وچے وَنے بے ثمر لاڑ
په معنىٰ کے سخاوت بار داره ونهخاص وعام نفع ترے آخلی بهره ور لاڑ
د وفا طمع هرگز له دنیا مه کڑهخہ هغه چې مجرد و قلندر لاڑ
د دوستی پایه دے لویه که پوھیگےروسیاه خجل له دی دنیا منکر لاڑ
د صراط المستقيم لار دے برحقهنيک هغه دے چې په دا لار برابر لاڑ
مؤدت د علی حق تا وسيله دےنواصب یے له حسده کور و کر لاڑ
له فانی دنیا نبی و علی کوچ کڑهحسنين آزرده پاره ځيگر لاڑ
علی زينُ العابدين جفا کڑے تيرےمحمد امام باقر ځنے جعفر لاڑ
امام پاک موسىٰ کاظم رضا جدا شووپه ارمان امام تقی نقی عسکر لاڑ
محمد مهدی هادی غیب له ستم شهپه مغرب د چاه هغه شمس اظهر لاڑ
ځیگر وینے مے توئیگی له چشمانوچې نا خوخ له دی عالم خکلے بشر لاڑ
انور شاه یے استقبال وته نازیگیورڅخه زڑه له محبت شام و سحر لاڑ
حوالہ:- صحیفہ انوریہ (مصنف سید حسین انوری)
Post a Comment