بادشاہ میرانور سید کلام - محمد نُور علی سِر
ما دے شکر ربا ستا له فضله دا دهيم نمسے د مرتضىٰ۴ دی له اولاده
محمد رسولُ الله نُورعلی سِر دےما منلی دی د زڑه له اعتقاده
ثنا حمد د رب درود په مصطفىٰ۴زڑه زنده شی د علی۴ نامے له یاده
دا اثر دے په ما شوے زه پوھیگمپاس انفاس نفس مے یاد که له اوراده
ذکر فکر مے د زڑه خفی حاصل کڑهپه منزل چې ورسیگم تر مُراده
اطاعت د رب واجب په بندگانوله اخلاصه یے اطاعت کوه عباده
له کامله مکامل وائی بهتر دےمعرفت پیاله مونده شی له اوتاده
چې له ستا همسری کڑه هغه څه شووشول یے ځائے تخت الثرا نمرود له عاده
د يزيد پليد لعين له تابعانوشوی له شمر سره شمار ابنِ زیاده
ما شمارلے له دوستانو ته دشمن وےمرجانی ځویه ابليس وے کج نژاده
نه په خوئی نه په سيرت وے د سڑیوپشت انداز فعل د معلوم وه له مُعتاده
په اميد د رَے د لاس واخست له دينَپرگنه دے په رَے خدائے نه کڑہ آباده
نمک حق د فراموش کڑه مخ تورَنهحلال شه په تا حرام ثانی شداده
د حضرت نبی په آل د زڑه سوے نه شوحیا شرم د ونکڑہ له امجاده
په محشر به نبی شفاعت نه کا وایه څه د په لاس راغلو بد نهاده
خدائے رحمت شه د حسين۴ په خو یارانوسر خُروئی کڑه حاصله له جهاده
حُر ظهير حبيب غازی شهادت بیا موندزڑه مے تڑق چوی آرام نه کا له فریاده
شهيدانو نه کفن شتا نه یے غسلکير نکير ځواب شی چيرے له آزاده
سِر حق علی بحق علی الحق دےعلمِ حق سبق مے واخست له اُستاده
سِر خفی دے له کامله معلومیگیتوجه د پير خدائے داد دے له اِرشاده
مهدی شاه ظهور نيژدے دے ميرانوره علامت نخکے خکاریگی له ميعاده
حوالہ:- صحیفہ انوریہ (مصنف سید حسین انوری)
جَزَاكَ ٱللَّٰهُ خَيْرًا
ReplyDeletePost a Comment