 |
Qambar Ali khan |
کلام جناب قنبر علی خان بزرگوار
څه الله د همه اسمو اسمِ ذات دے
د الله الف علی په بینات دے
د الله له ابتدا الف پیدا دے
په وجود له الف واڑه موجودات دے
څو قلم سم د الف په وجود نه شه
نور په کوم عقل کاتب د کائنات دے
د الله الف اول سر د احد دے
د ذات ذات او د ځان ځان په دا صفات دے
احد میم د احمد ونیوه په میان کے
څه ذات ذات پکے لیده شی میم مرآت دے
د الف د ذات زوال نیشته له ذاته
تل حیات دے د عالم ذی حیات دے
څه لام وڑاندے له الف لولے نفی شی
چے الف تر لام اول لولے اثبات دے
د الله له ذاته نُور و سِر ظاهر دی
په ظاهر باطن طیب و طیبات دے
اطاعت د اولوالامر خدائے واجب کڑه
مودت یے ایمان رَأسُ الْواجبات دے
څه عجب عجب اسرار تر معلومیگی
د قنبر علی زڑه جوڑ کشف اللغات دے
د قنبر علی هادی آلِ عبا دی
انور شاه صاحب له رویه یے نجات دے
کتاب حوالہ: کلام قنبر (سید حسین انوری)
alert-success مومنین کیساتھ ضرور شیئر کریں
Post a Comment