Khudae kareem raheem badshah de

Khudae kareem raheem badshah de


شاہ انور سید بادشاہ کلام !!

خدائے کریم رحیم بادشاه دے
دے خالق د کل اشیاء دے
هم رزاق دے و هر چا ته
حی قیوم و توانا دے

له هیچا یے پرواه نه شی
دے غنی و مستغنیٰ دے
مدد نه غواڑی له چا نه
دے اول آخر پیدا دے

په خپل ذات کے بے شریکه
چُون چرا نه مبرا دے
په قدرت خواهش یے کیگی
هر څه حکم یے رضا دے

د مخلوق روزی له ده نه
رسوونے د هر چا دے
چی یے کُن فیکون اووے
و موجوده دا دنیا دے

خلیفه یے آدم نوح کڑه
ابراهیم موسیٰ عیسیٰ دے
د موسیٰ کلام له حق وه
په آیت حدیث کے شتا دے

أَرِنِي أَنْظُرْ إِلَيْكَ 
مناجات یے په رِجا دے
شمس قمر نورانی گوره
د حضرت د مخ رنڑه دے

د سید لار دے محکمه
په قرآن کے اِنَما دے
سخاوت له شاه ظاهر شه
په تحقیق بدرُ الدُجا دے

امامانو د سرتاج وه
عجب نُور یے تجلیٰ دے
په مدد د هر نبی وه
و تقی و هم ذکیٰ دے

له حبیب یے ځان قربان کڑه
بوالوفا و بوالعلیٰ دے
د رسول د خُلے حدیث دے
علی اَنْتَ و مَولیٰ دے

په معراج هم ورسره وه
شیر د خدائے علی ریختیا دے
دی له ځایه به څوک رسی
چی یے هسے درجه دے

د نبی جائے نشین وه
دے وصی د مصطفیٰ دے
پهلوان د دواڑو کَونو
چی علی المرتضیٰ دے

له دوزخه ویره مه کڑه
که د دے محبت شته دے
چی دوستدار د علی نه وی
په هغو مے تبرا دے

د علی دوستی یے نه وی
د هغه طاعت خطا دے
و رکوع سجود یے نه شی
خوارج پلید رسوا دے

مشر کان به په دوزخ شی
د ظالم خونه تالا دے
په طریق د اهلبیت شه
چی حیدر د دین پیشوا دے

صفائی د ضمیر غواڑه
دی له جوده اشکارا دے
په دنیا څوک څه امید کا
وایه دا دنیا د چا دے

و هیچوک به پاتے نه شی
چی حسن حسین جدا دے
په امام یے ظلم کڑے
دے شهید په کربلا دے

په یذید باندے لعنت شه
دے پلید و روسیاه دے
عابدین د خدائے له یاده
و امام باقر پیشوا دے

و امام جعفر صادق وه
بیا مذهب د دی روا دے
و امام موسیٰ کاظم وه
دے هادی مشکل کشاء دے

چی سلطان علی رضا وه
د مخلوق گلِ رعنا دے
د هر چا په مراد رسی
د امام لویه عطا دے

بیا امام تقی نقی وو
په عسکر د حق ندا دے
د مهدی صفت به وایم
څو مے دا ژبه گویا دے

امید نه شلوم له خدایه
دا حاصله مدعا دے
انتظار یے یم دیدن ته
چی مے زڑه په ده شیدا دے

د دوازده دوستی مے دوستَ
محبت یے هم شفا دے
سر له ما له نه زه تیر یم
عاشقانو دا سودا دے

په دوستی یے سر ورکڑه
میرانوره فائده دا دے

حوالہ کتاب: صحیفہ انوریہ

alert-success کلام محبین کیساتھ ضرور شیئر کیا کریں

اس تحریر پر اپنی رائے کا اظہار کریں

Previous Post Next Post