کلام بادشاہ میرانور شاہ سید !!
قدرت صُنع لری ربحکمتونه یے عجب
محمد ظهور یے وکڑهنُور و سِر یے وو مطلب
خپل حبیب یے مصطفیٰ کڑهله مُرسلو مقرب
احمد اسم یے د ذات دےد صفات وشه سبب
دی کنیت ابوالقاسم دےده بشیر نذیر لقب
سر دفتر د انبیاء ووبل له ده نه وه اقرب
فرشتے یے په ثنا دیهم په ورځے هم په شب
پاس انفاس یے یادوینهکا تسبیح تهلیل په لب
مرتضیٰ چی ظهور وکڑهدیارلسم وه د رجب
له علی تر مهدی پورےهر امام لری مذهب
په مذهب کے جعفری یمسید اصل پاک نسب
له کامله تلقین واخلهد سالک وکڑه طلب
علم خه عمل سره ویلدون علم دے مشرب
په ظاهری لیده نه شینه چا زده کڑه له مکتب
سِر اسرار دے یقین وکڑهعلم حق دے منتخب
که طلب د علم حق کڑےحق په لور ستون کڑه جلب
ظاهر هم باطن لیده شیسلوک علم دے اغلب
په تلاش ورپسے درومهتر مکه و تر یثرب
د اسرار حال وایه نه شیعرض مے وکڑه په ادب
ابوجهل خدائے په لعنت کڑههم لعین ابو لهب
چی یے کبر و غرور کڑهآخر پریوت له مرکب
ربا خور کعب اشرف وهبل وحید زوئے د اخطب
د دوزخ سپے به عتبه ویمره، قیس، عمرو، مرحب
توَلا کڑه په دوستانومدام اوسه په طرب
تبرا کڑه په نا اهلوپه مشرکو د عرب
ظالمان جحیم ته لاڑونواله شوو د عقرب
بادشاهان د جهان څه شووروم د شام عراق حلب
اسرافیل چی دمِ صُور کاعرش کرسی شی مضطرب
آسمان زمکه به فنا کاشرق و غرب شی منقلب
وحوش طیور به کل وُمریکل اشیاء د دریا کب
له آفتاب مهتاب تا بشهپیدا کیگی خار عنب
له باران تلخ و شیرین شیکنڈی ژری و رُطب
میرانوره بندگی کڑهمفت مونده نه شی منصب
حوالہ: صحیفہ انوریہ
Post a Comment