History of Syed Khaleel Sherazi - سيد خليل بابا

 ​شاه سيد خليل سيد اولياء الله د ٨٤٤ هجری کښې د ايران په شهر شيراز کښې پيدا دے او د واړکتوب زندګی يے خپل بابا په سائے کښې تیره کړی دے ورسره ورسره سيد خليل بابا حقيقی علم هم خپل بابا نه اخستل. کله سيد بزرګوار د ځوانی په شباب راغے ايوے شپے یی خواب کښې خپل جد امام رضا عليه السلام وليده دا پيغام یی ورته ويرکړه څه ته ډير زر دا وطن پړيګده د برصغير په لورې ويرشه هلته د خپل نيکه د دين تبليغ وکه او د ستا هره دعا به الله قبول کړی څه مشکل د مخې ته راځی هغه به مو په زريعے الله تبارک و تعالی نه طلب کړے. کله دا خواب سيد وليده نو ايکدم بيدار شه دا خواب یی خپل بابا ته تير که پلار بزرګوار یی هم په د خواب و پيغام راضی شه .

History of Syed Khaleel Sherazi - سيد خليل بابا
سيد بزرګوار ډير زر د امام روضے سلام ته راغے مولا سلام یی وکړه مولا نه یی څه بارخے واخستے بيا سيد بزرګوار ايران نه ۸٦۵ هجری کښې د افغانستان په لیارے ايوه خاص مريد چې نامه یی خواجه موسی وه اول کرمے ته او کرمے نه صده په ليارې تيره علی شيرزی ماموزيو نه تير شو علی خيلو ته راغلو فقيران او ​​يو یی پير او بل یی مريد او خدمت یی کول چرته چې لاړې په کومې علاقې لاړې خلقو ورنه کراماتونه اوليدو عقيده یی پرې راغله چې کله چنو کلی پرې راغلو نو د دی علاقې علی خيلو ورنه غوښتنه وکړه چې بابا جار د شم مونږ ته د اوبو ډير تکليف دے که دلته مونږ دپاره چينه اوباسې. سيد خليل بابا ورته اوویل چې زه به چينه درته اوباسم خو په دی شرط چې د دی په بدل کرے کښې ماته څه زمکه راکړليشی. علی خيلو ورته اوویل چې درکوو خو اوويه چې څومره د غواړې شاه سيد خليل سيد اوویل زه خپل کوتک اوچت کړم چې کوم ځائے پورے زما کوتک سيوره لاړه او سيد هغه ځائے پورے زه زمکه به مانه راکوی علی خيل په دی شرط باندې راضی شو


اقرار یی وکړه نو کوم ځائے چې علی خيلو غوښتلو هغه ځائے بابا شاه سيد خليل سيد ورله چينه اوښکله چې ڼن هم هغه ځائے يعنی چينو کښې چينه شته چې هغې چينې لاندې ژوند یی چليږی. چينه جاری کولو نه پس سيد خليل سيد اوویل چې ما خپل کار اوکړه اوس تاسو هم خپل لوز پورا کړې علی خيلو په ډيرې خوشحالی سره اوویل چې بابا تا مونږ د پاره داسې کار اوکړه چې مونږ نه څه غواړې درپورې قربان کړو. بابا اوویل چې زه زيات څه نه غواړم هم هغه غواړم چې کوم اقرار شوے دے. ډ کلی مشران بابا سره روان شو چې بابا کوتک اوچت کړو د کوتک سيورے حد معلوم شې بابا له ورکړو. (مزديګر وخت ٶه) شاه سيد خليل سيد اولياء الله په يوې ناکې باندې اوخته کوتک یی اوچت کړه چې د کوتک سيورې ته خلقو ننداره اوکړه نو د علی خيلو اخيړی حد پورې راسيدلی وه نو علی خيلو ورته اوویل چې بابا قربان شم. دا علاقه خو ټوله تا واخسته، چې دا درکړو نو مونږ به څه کړو؟ 

بابا چې پوئے شو چې په داسې اوکړې چې زه به پخپلې ماندکې اسپې سوريږم او تاسو په خپلو اسپو زما اسپه لاندې کړو هغه ځائے زما شو. علی خيل په دی راضی شوو. بابا شاه سيد خليل سيد اولياء الله په خپلې اسپې سور شو او علی خيل په خپلو اسپو سواره شو. يو دوه درې باندې اسپې پريښلې په سترګو رپ کښې د بابا شاه سيد خليل سيد اسپه نورو نه وړاندې شوه. علی خيلو ډير کوشيش اوکړو خپلې اسپې یې اووهلې. خو بابا یی اونه نيولو. څه ګوری چې مخکښې يو څو سړي روان وو هغو له علی خيلو آواز اوکړو چې سړيو خداے د پاره سړے ايسار کړې کنه مونږ برباد شو. هغو سړيو د بابا شاه سيد خليل سيد اولياء الله اسپه ايساره کړه. د بابا خو همده حد شوه. خو بابا شاه سيد خليل سيد اولياء الله دی سړيو ته بد دعا اوکړه چې ډيړ مه شو. دا سړی تيرائي وو. چې د بابا په بد دعا سره ننه پورې زيات شوي نه دی. په علی خيلو کښې د بابا په يادګار کښې اوس هم زيارت شته هغه ځائے کښې ډيړ علی خيل د بابا تلقين او تبليغ سره شعيه شو. چې اوس هم ځائے په ځائے علی خيلو کښې شعيه شته. هغه ځائے نه بابا روان شو په شيخانو باندې برمحمد خيلو


درې ته راغلو. په تړنګی باندې را اوواته قلات او زړيدار نه چې تير شو نو اتمان خيلو ته پورې شوه. اتمان خيلو نه ستورې خيلو تازی خيلو خپل او انډخيلو پورې راغله. دلته کښې یی هم دا علاقه ستورې خيلو نه واخسته. خواجه موسی ورسره وو. هم دی علاقے کښې دواړه ايسار شو. خواجه موسی چونکه د بابا شاه سيد خليل سيد اولياء الله مريد وو. هغه ته یی هم د ستوری خيلو علاقے کښې څه حصه ورکړه د خواجه موسی اولاد نن هم ستوری خيلو کښې شته چې په انډخيلو کښې بښکنی انډخيلو باندې مشهور دی. د خواجه موسی زيارت مبارک د دواړو انډخيلو بار انډخيل او لار انډخيلو په منځ کښې دے

سيد خليل بابا اولياء الله زيارت مبارک په اتمان خيلو کښې دے زيارت یی ډير پخوانے جور دے. خو مرامت یی معلوميږی چې ١٩٤٧نه ورسته شوے دے د اتمان خيلو ښځې او نر به زيارت ته ارتلو نزرونه یی راوړلو او ډيره زياده عقيده یی په بابا نه وا. په نذر کښې به یی پسونه او غوڅکی راوستو. څه نن د هم خلک پخوانی عقيدو نے چاليږی. د شاه سيد خليل سيد ماسی په کرم ایجنسی وو په بنګش په تيره کښې د ژوند زندګی کوی او د خپل نيکه په لیارے ټينګ ويلاړ دی. د بابا زيارت نه لیارے لږ په  فاصلې باندې يو بل زيارت دے وائې چې دا هم د خواجه موسی غوندې د بابا مريد وو. څه بابا زيارت سره نيګدے یی زيارت دے څه نوم یی( الله بابا) دے د الله بابا ماسی هم تيراه کرم بنګش په علاقے کښې پاتی کيګی.

حوالہ: سید موصوف کے نواسے کی زبانی
سید یاسر حسین شیرازی

اس تحریر پر اپنی رائے کا اظہار کریں

Previous Post Next Post