Pashto HAMD❤️ with Urdu Translation

Pashto HAMD with Urdu Translation

پشتو حمد 

ښـــکته زمــکه پـاس آسـمان دی
غـوړیــــــدلی ټــــول جـــهان دی

سـاه لـــــرونکي که بــې ســاه دي
ستـــا پـــه حـــکم راپـــــېده دي

انـــــسانان هــــــــمه رنـــــګونه
څلــــــور ښکلــــــي مـــــــوسمونه

نمر، سپوږمۍ  ستوري روښان دي
ځـــــــناور دي که مــــــرغان دي

شـــــاړې غــــرونه مـــــېدانونه
ځـــــــــنګلونه  او  ســـــــیندونه

واړه تـــــه دي پـــــــېدا کـــــړي
بـــــیا دې مـــــونږه له راکـــړي

نـــــعمتونه دې بــــې شمــېر دي
ټــــــول زما نــــه کلــه هـــېر دي

خـدایه هـر ځـای کښې عـیان ئې
د  هـــــر چــــا روزي  رســـان ئــې

اردو ترجمے کیلئے ویڈیو لیکچر ملاحظہ کیجئے

Pashto HAMD ❤️ with Urdu Translation 



اس تحریر پر اپنی رائے کا اظہار کریں

Previous Post Next Post