په هر کار باندے څه حکم تقدیر نه کا
فائده په هغه کار کے تدبیر نه کا
کُل کارونه د امیر په حکم کیگی
کوم یو کار دے څه پرِ حکم امیر نه کا
د غدیر په ورځ کامل دین د حضرت شه
مُنکران عمل په ورځ د غدیر نه کا
په قیامت کے به بے پیر هغه بلل شی
څه طلب څوک په دنیا کے د پیر نه کا
معنوی پیر خاندان د مصطفیٰ دے
مومنان به یے له اَمره تغیر نه کا
اطاعت د اُولوالامر خدائے واجب کڑه
حق پرست به اطاعت کے تقصیر نه کا
اُولوالامر په یقین دولس امام دی
مجتهد به اختلاف د تفسیر نه کا
څه په حُر د آزادی بشارت وشه
تامل په شهادت کے ظهیر نه کا
هیڅ شهید و شهادت تا نه راسیگی
څو لائق یے د جنت د سریر نه کا
د امام حسین ماتم څه هسے ماتم نه دے
څه پرِ تل ژاڑه صغیر و کبیر نه کا
همیشه به د جحیم په لمبو سوزی
څه زڑه سوی د کربلا په اسیر نه کا
د دوستی په حرم به محرم نه شی
څو فراق د محرم دامنگیر نه کا
د فراق گوهر په لاس کله را درُومی
څو حاصله صفائی د ضمیر نه کا
شهیدان د کربلا به تر خوخ نه شی
څو روان په مخ د اُخیو شبگیر نه کا
د جنَتو په روضے به داخل نه شے
که رهبر د دین شبر و شبیر نه کا
په تحقیق خدائے له هغه چا نا رضا دے
څه رضا څوک د بشیر و نذیر نه کا
زه قُطمیر شکسته حال د شاه د در یم
بل طرف تا د زڑه مهر قُطمیر نه کا
جواهر د محبت کله مونده شی
څو تاثیر په خاطر مهرِ منیر نه کا
انور شاه صاحب له مِهر له پرتَوه
د قنبر ژبه بے ځایه تقریر نه کا
(کلام قنبر علی خان علیہ الرحمہ)
Post a Comment