بادشاہ میرانور سید میاں کلام!!
څه عجب جلوه د نُور کا آسمان ستورید خواهش په سترگو مخ د جانان گوری
د آفتاب په مخ نامه د مرتضیٰ دےځکه هسے رنگ پَرتو دے په هر لوری
تجَلیٰ یے په هر لور وراسیدلهدا ظهور د نُور و سِر دے څه دا اوری
له ضمیره یے اسرار ځکه ظاهر دےمدعا که څوک په زڑہ کے د نُور ژغوری
مومنان یے د دیدن تا انتظار دیپه امید یے لکه بیدِ مجنون خوری
د نفاق د عالم زڑه په ظلم تور دےځکه فرق د حق باطل نه کا مخ توری
په طالع د میرانور وراسیدلهمودت د اهلِ بیت دوستی په غوری
هغه ذات څه سایه نه لری ٹول نُور دےانور شاه سید دے ناست په هغه سیورے
څه عجب جلوه د نُور کا آسمان ستوری
د خواهش په سترگو مخ د جانان گوری
د آفتاب په مخ نامه د مرتضیٰ دے
ځکه هسے رنگ پَرتو دے په هر لوری
تجَلیٰ یے په هر لور وراسیدله
دا ظهور د نُور و سِر دے څه دا اوری
له ضمیره یے اسرار ځکه ظاهر دے
مدعا که څوک په زڑہ کے د نُور ژغوری
مومنان یے د دیدن تا انتظار دی
په امید یے لکه بیدِ مجنون خوری
د نفاق د عالم زڑه په ظلم تور دے
ځکه فرق د حق باطل نه کا مخ توری
په طالع د میرانور وراسیدله
مودت د اهلِ بیت دوستی په غوری
هغه ذات څه سایه نه لری ٹول نُور دے
انور شاه سید دے ناست په هغه سیورے
حوالہ کتاب (صحیفہ انوریہ- تدوین سید حسین انوری)
کلام زما فخر پہ نبی علی نسب خہ - شاہ انور سید
alert-successاس قیمتی کلام کو دوستوں کیساتھ لازمی شیئر کریں
Jazak Allah Khair, boht khoob kalam hai
ReplyDeletePost a Comment