Shah Syed Mirana wajood bar e amanat de

Shah syed mirana wajood bar e amant de


کلام شاہ سید میران بزرگوار!

څه عارض کڑہ خُدائے لوئے بار  د  امانت
آسمان،   زمکے،    غرو   ترِ  اوکڑہ  اِباقت

اجتناب   ځکه   آسمان  زمکے  ترِ​​  وکڑہ
دا لوئے بار وَہ ورته یے نہ راوڑہ طاقت

رَبّ  نِدا قدرت په ژبے  دیو ته وکڑہ
دا بار واخلو  دی کے ڈیر دے منزلت

آسمان زمکه شوہ گویا  مُو به شُو  سَھوا
دوزخ  اور  توفیق مه نیشته  یا حضرت

حق غیور بیا تماشه  د  قدرت وکڑہ
بِنائی وکڑہ  د  آدم  خاکی صورت

ملائک  یے  دی  ته   واڑہ  په سجود کُو
څه حق دم کڑله  پاك سِر دی په طلعت

یو  شیطان اِبلیس  اِبا  له  دی نه وکڑہ
خُدائے  رجیم کڑلو مخ تورے بَد شامت

دغه بار یے  د  آدم  په ولیو چیخله
آدمٔ  واخسته  په  ڈیر ڈیر محبت

ځکه بار د  امانت  آدمٔ  قبول کڑہ
مُحمّدٌ  علی    د  نُور   له براکت

اَمرِ روح  آدمٔ  قالب سرہ آشنا شه
نور یے کڑہ روان په لورے  د  جنت

څه جنت  په  دروازے  صفی  داخل شه
پنځه اسمه  یے ولیدو نقش په قدرت

آدم  اُوویلو  څه  یا  بارِ الٰھا
دا پنجتنٔ تا دی اول کڑی خلقت

زہ بابا  د  کُل مخلوق صفی بلل شم
تا  له  مانا کڑو پیدا  وڑاندے عترت

په غه دم کے بیا صفی تا وحی راغله
اے آدمه  د  غرُور  مه  کڑہ خصلت

نه ملك وَہ نه فلك یو ذات د  ما وہ
له  ھر شی   دیو  مقابل دے  سبقت

ته به ھم  د  دیو له رویئے نجات مُومے
څه  گناہ دی شی  صادرہ  غه ساعت

بیا  رحمان  حُکم بشر ته دا رنگ وکڑہ
ثمرات  بھشت  کے ڈیر دی  ھم شربت

کل اختیار یو ھرڅه خورو غه دہ رضا دے
یو  اُونخورو  له  شجر  د   منھیت

خناس  ھسے  رنگ فریب  ور واته وکه
څه پرھیز یے  د  دیو مات که په حکمت

آدمٔ     ظلم    جاھلی   له   نفسه  وکڑہ
عھد کے سَھوا شه خپل نفس په جہالت

له فردوسی  د  پنجتنو  په بُغض اوخله
دی  ته  یے  جوڑ که  د  غنم  دانے حجت

صفی  ځکه سیاہ روئے له جنت راغله
څه   له   بارِ امانت  یے  کڑہ  غفلت

که  اول اِبلیس،  آدمٔ وے   پیژندلے
خُدائے به کله راستاول په دی لعنت

په  درے سوہ کاله  پروت دی په زمین وَه
سر یے  نه  پورته   کوَل   له خیجالت

رَب جَلیل  د  دی په یاد ھغه  اسماء  کڑو
نوری  ورد  کے  غا  نامے  د  شفاعت

پس له  درے سوہ  له سالو یے گناہ عف شوہ
نماز،  روزے  یے  په  دیو  چیخلو  کفارت

دوے معنے دی  عالمان  تفسیر کے وائی
د   دی      بارِ   امانتو     له    حرمت

ځنے وائی نماز،  روزہ،  زکوٰۃ و حج دی
څه  په دی عمل  خلاصیگی  په  قیامت

بارِے نماز روزے زکوٰۃ و حج له خُمسه
صریحاً   دی  آیتونه  بے  شبھت

له دوستی  د  خانه دانو په  قرآن  کے
ذی القربیٰ   آیت   نازل  دے  مؤدت

امر  و  نہی په کلام کے مُفصل دی
د  بشیر نذیر  له باب ڈیر دی آیت

مرشدان  د  لدونی  له علمه وائی
څه انسان دے  گنجینه  د  معرفت

سر تر پایه  آدم  درست  د  حق آئینه دے
ورکے  گوری   بزرگی   خپل  شرافت

مُحمّدٌ   له اِسمه  ساز بشر دہ نُور شه
د  علی اسم  شه  سِر  د  انسانیت

سِر جلال دہ نُور جمال په لباس ناز کڑہ
یو وجود  یو یے مقصود  یو یے وحدت

میم  مرات  د  دواړو کونو  راشکارہ شه
عین چشمه شوہ  د  حیات سِر په ظُلمت

څه دا  نُور و سِر  ظاھر د   رَب  لا زات ؤو
دیو  له وجه  خواھش وشه  د  کثرت

نبوت  په  مُحّمدٌ   باندے  تمام شه
په  علئ مھدیٔ   انجام شه   ولایت 

که  چوك    بارِ امانتو    نا  خبر  شی
غه کسان به  خُدائے واصل کی په جنت

ھر چوک حق له معرفته نه غافل وی
نا قبولی دی  طاعت  و  عبادت
 
غه ٹولے به عرصات کے ڈیر سُرخروئي وی
څه  د  زڑہ  په  وینو  وکی  طھارت

که چوك ما  له دی اسرارہ نا خبر کی
د  ھغه مرشد  به  زہ یوسم طاعت

شاہ سید میرانٓه وجود بارِ امانت دے
خبردار  شه   دا  بار  نه  کے  خیانت


عارض: پیدا 
سھوا: غلطی سرہ 
اِبا: انکار
بنا: خلقت/بنیاد
طلعت: صورت 
منھیت: منع شوے 
بدشامت: بدبخت 
ساز: مانند 
صریحاً: یقینی طور باندے 
بے شبھت: بے شک و شبہ
بشیر: خوشخبری ویر کؤنکے
نذیر: ڈراؤنکے

حوالہ کتاب: ضیافتِ نُور
alert-info کاملین و عارفین کا کلام  پی ڈی ایف  میں  یہاں سے  حاصل کریں

اس تحریر پر اپنی رائے کا اظہار کریں

Previous Post Next Post