ڈاؤنلوڈ کے آئیکن پر کلک کریں گے تو 15 سیکنڈ کے ٹائمر کا انتظار کیجئے، ٹائمر ختم ہوتے ہی آپ خود بخود پی ڈی ایف فائل پے پہنچ جائیں گے!
https://www.mediafire.com/file/vlvbyzx7qdgmvgx/%25D8%25AF_%25D9%2582%25D9%2586%25D8%25A8%25D8%25B1_%25D8%25B9%25D9%2584%25DB%258C%25D8%25AE%25D8%25A7%25D9%2586_%25DB%258C%25D8%25A7%25D8%25AF.pdf/file
څو خبرې
پورته د غزل نه د قنبر علی خان شاعرانه موضوع یوه ډېره اهمه تاریخي واقعه هم ده. دا واقعه په انساني تاریخ کښې خپله خپل مثال دی. د حق او باطل دا واقعه د شاعر د تخلیقي اظهار هغه سرچینه ده چې د درد او غم ویالې ترې جاري دي. او همدغه وجه ده چې د موصوف د تحریر د رزم او بزم په حرارت د لوستونکوسترګې هم بې اختیاره لکه د پشکال په ورېدو شي.
دا واقعه د اهلبیتو په وینو سره د کربلا هغه واقعه ده چې د یو بل په ضد او مختلف کردارونه او مثبت او منفي سیرتونه پکښې د یو بل سره لاس په ګریوان دي. او د خپل همدغه مجاهدانه تصادم په نتیجه کښې یو داسې عالم ګیره المیه وزېږوي چې د ملتونو، هېوادونو او جغرافیایی بریدونو له حدونو بې نیازه د انساني نړۍ مشترکه او تل پاتې روحاني میراث وګرځي.
قنبر علي خان دا واقعه د خپلې شاعرۍ جذباتي شدت او عقیدت دیو والي له برکته په داسې انداز پېش کړې ده چې اګر که دا المیه پخپله د انساني عمل او ذهني جذبې د عظمت د معیار هغه مقدس معراج دے چې شاعر یې د خپلې ناطقې مصورۍ په صداقت راسې عکس رېزي کړې ده چې د واقعې بول حقیقتونه پکښې ډېر شوخ اوجوت لیدلے شي او بیا شاعر چې د کربلا واقعه په کوم تاثر، خلوص او عقیدت پېش کړې ده، هغه نه صرف د پښتو ادب په تاریخ کښې بلکې اسلامي ادب کښې هم د اهمیت حامله ده.
همېش خلیل
۱۸ اکتوبر ۱۹۹۸
Post a Comment