Dam Pa Dam Bhoot Ta Sajda Ka

که هر څو یے طلبگار شولو خبر څوک
ڈیرو بُت په لاس نیولے دے دلبر څوک

حق ناحق گنڑی په زور شیطان گمراه کڑل
خورد کلان گنڑی دلیل نه کا اکبر څوک

په آیاتو د قرآن دیو عمل نه کا
د  باطن په سترگو ڑوند تا کا نظر څوک

دم په دم بُت تا سجده کا څه رهبر دے
خبر نه شولو دلبر څوک دے رهبر څوک

څه  د خدائے په درگاه لوئے نه وی لوئے نه شی
خود پرست لاڑ دی جحیم تا بے هنر څوک


په خپل جهل یے ځان رد کڑه خدائے له درہ
د  جحیم په لمبو سوزی دی اوتر څوک

له دفترہ  د الحق دواڑه مردُود شول
محب هر یو په دفتر کے شی خبر څوک

هیڅ نه کاندی پروا  د خدائے له قهرہ
هیڅ نه گوری څه دے شاہِ مظهر څوک

هم دلبر دے هم رهبر که په زنده شی
نه به مڑ شی څه زنده کاندی څیگر څوک

محبان  د  دنیا له هیڅ خبر نه دی
سوزَوی به خپل څیگر په دا اخگر څوک

څه  د  چا سُود منده کیگی دیو زهیر وی
ڈیر  د  بل په زیان خوشحال دی بے بصر څوک
Dam Pa Dam Bhoot Ta Sajda Ka Sa Rahbar De
اے سید عباسه فکر په هر دم کڑه
څه بیا نه مومی له ستا نا دا ضرر څوک

څه  د  نفس په دام که ځان خبردار نه کڑے
شرمنده گرزی هر لورے په محشر څوک

زه سید عباس ضمیر په گلشن گرزم
د  ضمیر په گلشن وینم بھراور څوک

حوالہ کتاب کلام د سید عباس

اس تحریر پر اپنی رائے کا اظہار کریں

Previous Post Next Post